ads

امنیتي سکټور د اصلاحاتو پر لور

د دفاع وزارت د ۱۶۴جنرالانو تر تقاعد کولو وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت يو شمېر جنرالان او افسران به هم تقاعد ته سوق شي. د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د اصلاحاتو د راوستو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په هدف، په دغه وزارت کې یو شمېر جنرالان او لوړرتبه افسران تقاعد کېږي.

نویسنده: mayar
2 کب 1396
امنیتي سکټور د اصلاحاتو پر لور

د دفاع وزارت د ۱۶۴جنرالانو تر تقاعد کولو وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت يو شمېر جنرالان او افسران به هم تقاعد ته سوق شي. د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د اصلاحاتو د راوستو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په هدف، په دغه وزارت کې یو شمېر جنرالان او لوړرتبه افسران تقاعد کېږي. د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي چې د دغو جنرالانو او افسرانو د کره شمېرې په اړه به ډېر جزئیات د دوی تر څېړنو وروسته په ډاګه شي. نوموړی وايي: (( د افسرانو د ذاتي قانون له مخې چې په دفاع وزارت کې تطبیق شو، دا به په کورنیو چارو وزارت کې هم تطبیق کېږي، دغه پروسه ابتدايي ده، دا چې کوم کسان دي، په څومره شمېر کې دي، د پروسې تر بشپړېدو وروسته به یې لیستونه د افغانستان له خلکو سره شریک شي.)) له کله راهیسې چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی جمهور رييس محمد اشرف غني په پرله‌پسې توګه په امنیتي ارګانونو او ادارو کې د اصلاحاتو او رغون په راوستو ټینګار کړی دی. جمهور رئیس اشرف غني د همدغو هڅو او اصلاحاتو په دوام څه موده مخکې د دفاع وزارت د څه باندې ۱۶۴جنرالانو تقاعد کېدل لاسلیک کړل. د جمهور رييس د ويندوی دفتر سرپرست شاه‌حسين مرتضوي دعوه لري چې دغه جنرالان د جمهور رييس په امضا د اصلاحاتو د راوستو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په هدف تقاعد شوي دي.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو د دوو زرو جنرالانو او لوړرتبه افسرانو د تقاعدۍ طرحه د روان کال د لړم په وروستیو کې بشپړه شوه. د دغې طرحې پر اساس د افغانستان د دفاعي او امنیتي بنسټونو شاوخوا ۷۰ فیصده جنرالانو ته تقاعد ورکول کېږي.

دا پروسه له پیله تر ننه پورې له ملاتړ او نیوکو سره مله پاتې شوې. د منتقدینو او نظرخاوندانو تر ټولو اساسي پوښتنه دا ده چې ایا په امنیتي بنسټونو کې د جنرالانو او افسرانو د تقاعدۍ لړۍ په رښتينې توګه د اصلاحاتو د اعمالولو په هدف ترسره کېږي؟ او که نه له دې لارې نور اهداف تعقبېږي؟ په تېره بیا ځینې خلک دغې مسئلې ته قومي رنګ ورکوي او ځینې نور یې بیا د مجاهدینو د تصفیې په معنا بولي.

په هرحال، که په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د جنرالانو د تقاعدکولو د پروسې له پلي کولو څخه هدف دا وي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې اصلاحات رامنځته شي، له شک پرته چې يو پر ځای ګام دی او ملت په ټینګه د هغو جنرالانو او افسرانو د تقاعد کېدلو پلوي کوي چې په امنيتي لیکو کې اغېزناک نه دي او د ځوانو روزل شویو کدرونو ځای یې هم نیولی دی. د ډاکټرنجیب د حکومت پرمهال د دفاع وزارت یو پخوانی منصبدار تورن غلام صدیق چې اوس په کور ناست دی، وايي:(( زه فکر کوم، ښايي په دې پروسه کې هغه جنرالان او افسران شامل وي چې نور د امنيتي ځواکونو په لیکو کې په درد نه خوري، يو شمېر يې ښايي احتياط ته سوق شوي وي، يو شمېر به داسې هم وي چې له ډېر وخت راهيسې يې په خپله دنده کې پرمختګ نه وي کړی او ډېرو نورو ممکن د تقاعد سن پوره کړی وی.))  خو که چېرې د اصلاحاتو په نوم د امنیتي ادارو له لیکو څخه د جنرالانو او افسرانو د تقاعدکولو پروسه، د نورو اهدافو له مخې ترسره شوې وي، بې‌ له شکه چې دا بهیر د امنیتي ځواکونو د لیکو د کمزوري کېدو سبب کېږي. تورن غلام صدیق وايي: (( اندېښنې شته، که چېرې هدف بل څه وي، امنیتي ځواکونه به خپله حساسه او روزل شوې هسته له لاسه ورکړي.)) د اصلاحاتو د پلي کولو د بېلابېلو پړاوونو په اړه اندېښنې ځکه راپیدا کېږي چې په تېرو څه باندې ۱۶کلونو کې افغانستان د فساد په لومه کې ایسار پاتې شوی. نو د دې لپاره چې په دغه برخه کې ټول موجود شکونه له منځه ولاړ شي د ملي يووالي حکومت مشرانو ته ښايي چې له دغه پروسې څخه په جدي توګه څارنه وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې له دغه رغوونکي بهیر څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د امنیتي ځواکونو فعاله او حساسه برخه په کورونو کینوي. ځکه همدا اوس اوس داسې شکایتونه هم موجود دي چې په دفاع وزارت کې د جنرالانو او افسرانو د تقاعد کولو په بهیر کې ځینې ځوان افسران او پوځیان هم هدف ګرځول شوي دي.  نو پر دې اساس په ځانګړي توګه جمهور رييس او اجرائيه رييس ته ښايي چې د دغې پروسې شفافيت ته جدي پاملرنه وکړي او له دې پروسې څخه د شخصي استفادو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA