په هلمند ولايت كې د دوشنبې په ورځ د افغان ګډو ځواكونو د عملياتو په مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ګډو ځواكونو دا عمليات د هوايي ځواك په ملتيا د ګرشك، نادعلي او ګرمسېر ولسواليو په يو شمېر سيمو كې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د عملياتو په ترڅ كې ۱۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو تن ټپي دى، د هغوى يو شمېر جنګي وسايط او وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
سرچينه وايي، د عملياتو په مهال ۱۹ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ