د فراه د ولايتي شورا مرستيال دادالله قانع وايي، د دې ولايت د مركز اړوند په لومړۍ نمبر لويې لارې او شمال ګاه سيمه كې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونو كې شاوخوا ۳۰ پوليس وژل شوي او څلور تنه نور نيول شوي دي.
نوموړي كليد ته وويل، طالبانو پر څلورو پوستو په بريدونو كې پوليسو ته پر درنو تلفاتو اړولو سربېره دغه پوستې او يو هاموې ټانك سوځولي، وسلې او مهمات يې ترې وړي دي.
قانع د فراه په سيمه ييز حكومت كې د ايراني جاسوسانو حضور د دغه ولايت د ناامنۍ علت ګڼي.
بل پلو د فراه د والي وياند ناصر مهري د امنيتي ځواكونو پر درېيو پوستو د طالبانو بريدونه تاييدوي، خو د شاوخوا ۳۰ پوليسو وژل كېدل ردوي.
هغه كليد ته وويل، چې په دې بريدونو كې يوازې اته پوليس وژل شوي دي.
مهري زياته كړه، د امنيتي ځواكونو په ځوابي بريدونو كې ۱۵ طالبان هم وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ