ads

سږ کال د دايکندي باغ لرونکو ۲۴ زره ټنه بادام ترلاسه کړي

د دايکندي د کرنې او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د بادامو حاصلاتو د ډېرېدو خبر ورکوي.

نویسنده: mayar
1 کب 1396
سږ کال د دايکندي باغ لرونکو ۲۴ زره ټنه بادام ترلاسه کړي

د دايکندي د کرنې او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د بادامو حاصلاتو د ډېرېدو خبر ورکوي.

د دايکندي د کرنې او مالدارۍ رئيس عبدالواحد فېروزي وايي، باغ لرونکو سږ کال له خپلو باغونو ۲۴ زره ټنه حاصل ترلاسه کړی، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ په سلو کې زياتوالی ښيي.

فېروزي زياتوي، د سړکونو د خرابوالي، امنيتي ستونزو، د مناسب بازار د نشت او بېکارۍ له کبله په دغه ولايت کې د بادامو بيه ټيټه شوې ده.

دايکندي د افغانستان له مرکزي کرنيزو ولايتونو څخه دی، چې ۸۰ په سلو کې اوسېدونکي يې خپل ژوند د وچو مېوو په ځانګړي ډول بادامو د پلور له لارې پر مخ وړي.

خو باغ لرونکي د خپلو باغونو د محصولاتو په ځانګړي ډول بادامو د بيو له ټيټېدو شکايت لري.

محمد عارف وايي، چې د يو من بادامو بيه له ۱۰۰۰ افغانيو ۷۰۰ افغانيو ته را ښکته شوې ده.

په دايکندي ولايت کې ۱۳ ډوله بادام حاصل ورکوي، چې د هغو له منځه کفمل، کاغذي، ساتربايي او سنګک يې مشهور ډولونه دي.

له بل لوري د دايکندي په مرکز نيلي کې باغ لرونکي او د بادامو پلورونکي سږ کال د خپلو حاصلاتو له زياتېدو خوښ دي.

دوی وايي، چې د دايکندي بادام د ښه کیفيت او ځانګړي خوند لرونکي دي، خو د مناسب بازار او د دولت او نورو کرنيزو ادارو د ملاتړ نشت د دغه کرنيز محصول د ودې په وړاندې اصلي ستونزې دي. د دايکندي يو تن سوداګر خداداد له حکومت او کرنيزو ادارو غواړي، چې په دې ولايت کې باغدارۍ ته پاملرنه ډېره کړي.

د بادام ونه له ۴ تر ۱۰ متره جګوالی لري، چې په ګرمو او وچو سيمو کې ښه وده کوي او د بادامو نيالګي له ۵ تر ۶ کلونو وروسته مېوه نيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA