د سولې عالي شورا رئيس کريم خليلي وايي، سوله د تسليمۍ په معنا نه، خو جګړه د هېواد د بربادۍ سبب ده.
نوموړي نن په كابل كې جهادي او قومي مشرانو ته د وينا په مهال پر هغوى غږ وكړ، چې د سولې لپاره کار وکړي او په خپلو سيمو کې د هغو کسانو په وړاندې غږ پورته کړي، چې جګړه کوي.
د خليلي په خبره، طالبان د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته نه شي رسېدلى.
هغه زياته کړه، طالبان دې په دې پوه شي، که دوى فکر کوي، چې د جګړو د شدت، ځانمرګو بريدونو او وژنو له لارې به خپلو هدفونو ته ورسېږي، نو پر غلطه لار روان دي.
د سولې عالي شورا رئيس همدارنګه وويل، په هېواد کې د روان بحران د پاى ته رسولو يوازينۍ لار د سولې خبرې دي.
د ده په خبره، طالبانو ته په کار ده، چې راشي له خپلو هېوادوالو سره د يوه مېز څنګ ته کېني او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغان حكومت تل پر طالبانو د سولې غږ كړى، خو هغوى يې په وړاندې وسله والې مبارزې ته دوام وركوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ