ads

حنيف اتمر د سعودي عربستان د کورنيو چارو له وزير سره وليدل

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کورنيو چارو وزير عبدالعزيز بن سعود سره وکتل.

نویسنده: mayar
1 کب 1396
حنيف اتمر د سعودي عربستان د کورنيو چارو له وزير سره وليدل

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کورنيو چارو وزير عبدالعزيز بن سعود سره وکتل.

د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د سولې پر لارو چارو، دوه اړخيزو امنيتي همکاريو، د نشه يي توکو د توليد او قاچاق پر مخنيوي او په ځانګړې توګه په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرانو او سوداګرو لپاره د کاري فرصتونو او اسانتياوو پر رامنځته کېدو مفصلې خبرې وشوې.

په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې اتمر به د خپل سفر په مهال د سعودي عربستان له نورو لوړ رتبه چارواكو سره هم خبرې او دوه اړخيز بحثونه ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA