ads

د سمنګان مرستيال والي د دغه ولايت له پخواني والي ملاتړ وکړ

د سمنګان د والي مرستيال ضياالدين ضيا وايي، د دغه ولايت د ګوښه شوي والي عبدالکريم خدام له پرېکړې ملاتړ کوي او په چا کې دا توان نه ګوري چې د سمنګان د خلکو پر وړاندې له زور کار واخلي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 سلواغه 1396
د سمنګان مرستيال والي د دغه ولايت له پخواني والي ملاتړ وکړ

د سمنګان د والي مرستيال ضياالدين ضيا وايي، د دغه ولايت د ګوښه شوي والي عبدالکريم خدام له پرېکړې ملاتړ کوي او په چا کې دا توان نه ګوري چې د سمنګان د خلکو پر وړاندې له زور کار واخلي.

د سمنګان د ولايت مرستيال له رسنيو سره په خبرو کې ارګ له هغو پرېکړو په سرغړونه تورن کړ چې پر بنسټ يې د ملي يووالي حکومت رامنځته شوی دی. نوموړي زياته کړې چې ارګ يو اړخيزه پرېکړه کوي او د هغه په خبره ګواکې د ټول هېواد برخليک غواړي په ارګ کې يو ځانکړې کړۍ په لاس کې واخلي.

د سمنګان پخواني والي عبدالکريم خدام تېره ورځ په ايبک ښار کې يوې خبري ناستې ته وويل چې نوموړی له حکومت سره د جمعيت اسلامي د هوکړې پر بنسټ له ترکمن قوم د والي په توګه ټاکل شوی او ارګ يې د لرې کولو واک نه لري.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ادلون بدلون يو اصل دی او د بلخ او سمنګان ولايتونو په تړاو مشورې دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA