جمهوررئيس محمداشرف غني د هېواد له واليانو سره د خپلو ليدنو په لړ کې پرون ماښام د پروان له والي ډګرجنرال فضل الدين عيار سره وليدل.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېګ هم حضور درلود، د پروان والي د امنيتي وضعيت د ښه والي، خلکو ته د غوره خدمتونو د برابرولو، په دغه ولايت کې د زېربنايي او پراختيايي پروژو د تطبيق په برخو کې د خپلو پلانونو او پروګرامونو راپور جمهوررئيس ته وړاندې کړ.
د يادولو ده چې په وروستيو کې جمهور رئيس د هېواد له بېلا بېلو واليانو سره د ليدنو لړۍ پيل کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ