د اروزګان ولايت ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې نن له غرمې مخکې يوه پوليس په ملکي وګړو ډزې کړې دي، يو تن وژل شوی دی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترينکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دويم څارن نظر محمد وايي، پېښه نن له غرمې مخکې غرمه ۱۱ بجې تر هغه وروسته رامنځته شوې، چې د دغه پوليس او ملکيانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته ډزې شوې دي.
د حوزې امر وايي، وژل شوي او ټپيان ټول ملکيان دي او په ترينکوټ ښار کې يې د موټرو پلورنځی درلوده.
نوموړی وايي، ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او پوليس بريد ګر نيول شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ