ads

په کندهار کې ۸۰۰ خالي بستونو ته ازموينه اخيستل کېږي

په کندهار کې د ملکي خدمتونو د مامورينو او ښوونکو د ۸۰۰ خالي بستونو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسون له لوري د کانکور په ډول ازموينه اخيستل کېږي.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1396
په کندهار کې ۸۰۰ خالي بستونو ته ازموينه اخيستل کېږي

په کندهار کې د ملکي خدمتونو د مامورينو او ښوونکو د ۸۰۰ خالي بستونو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسون له لوري د کانکور په ډول ازموينه اخيستل کېږي.

تر دې مهاله دغه ۸۰۰ خالي بستونو ته ۲۰۰۰ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې ډلې ۱۴۴ يې نجونې دي.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې ګمارل شوي کسان د کندهار ولايت اوسېدونکي وي. منيب ټينګار کوي، چې د دې پروسې له لارې به يوازې هغه کسان بريالي کېږي چې وړتيا يې ولري.

په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون کمېشنر بريالي هلمند هم خبرې وکړې او په جنوب زون کې يې د خالي بستونو لپاره نوم ليکنې ته د ځوانانو پر کمي اندېښنه څرګنده کړه.

هلمند زياته کړه چي حکومت له دې کبله د کانکور په ډول د ازموينو لړۍ پيل کړه، ترڅو په ګمارنو کې د واسطو مخه ونيول شي او وړ کسان په دندو وګمارل شي.

په غونډه کې د ولايتي شورا وکيل سيداحمد سېلاب او يو شمېر مدني فعالانو هم خبري وکړې او د يادې پروسې پيل يې د ځوانانو لپاره ښه زيری وباله. دوی له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې د جنوب حوزې خلکو ته دې د کار په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د غونډې ګډونوالو همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون هڅې هم وستايلې چې په ګمارنو کې يې شفافيت رامنځته کړی او د وړ کسانو د ګمارلو هڅه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA