ads

په ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال پنځه داعش وسله وال وژلي او د وسلو يوه زېرمه يې ورته له منځه وړې ده. په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره […]

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1396
په ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال پنځه داعش وسله وال وژلي او د وسلو يوه زېرمه يې ورته له منځه وړې ده.

په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په چار وازۍ او نرۍ اوبو سيمه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې د داعش وسله والو د وسلو يوه لويه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA