ads

ملګري ملتونه: روهينګيايي كډوال لا هم ميانمار ته د بېرته تګ اجازه نه لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دې سازمان امنیت شورا ته وويل، په بنګله دېش كې مېشت روهينګيايي مسلمان کډوال تراوسه هم اجازه نه لري، چې خپل هېواد ته ستانه شي. د دغې کمېشنرۍ مشر فليپو ګرانډي وايي، په ميانمار کې د ۶ لکه ۶۸ زره کډوالو د بېرته ستنېدو […]

نویسنده: mayar
25 سلواغه 1396
ملګري ملتونه: روهينګيايي كډوال لا هم ميانمار ته د بېرته تګ اجازه نه لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دې سازمان امنیت شورا ته وويل، په بنګله دېش كې مېشت روهينګيايي مسلمان کډوال تراوسه هم اجازه نه لري، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د دغې کمېشنرۍ مشر فليپو ګرانډي وايي، په ميانمار کې د ۶ لکه ۶۸ زره کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره شرايط برابر نه دي.

روهينګيايي کډوال په تېره اګسټ مياشت کې وروسته له هغې له شمالي راخين ايالت څخه بنګله دېش ته کډه شول، چې د ميانمار حکومت د دوی په وړاندې له تاوتريخوالي کار واخیست.

ګرانډي زياتوي، تر دې مهاله هم په ميانمار کې هغه حالت پای ته نه دی رسېدلی، چې له کبله يې هغوى کډوال شوي دي: ((موږ تر دې مهاله د پام وړ پرمختګ نه دی لیدلی، په هغه څه کې بدلون نه دی راغلی، چې له کبله يې د هغوى حقونه نه دي وركړل شوي او دا د لسيزو ستونزه ده.))

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري اوس مهال هم راخين ته لاسرسی نه لري، هغه سيمه چې د ميانمار د پوځ له لوري په کې سلګونه کورونه سوځول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA