د سرپل ولايتي چارواکي وايي، د صادق په نوم يوه ۲۵ کلن ځوان او د فاطمې په نوم يوې ۲۰ کلنې پېغلې د دغه ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې پرون ناوخته د موږک ضد درملو په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، چې دغه هلک او نجلۍ د دوی له واده سره د کورنيو د مخالفت له کبله په ځانوژنې لاس پورې کړی دی.
نوموړي زياته كړه، چې دا مينان د سوزمه قلعه ولسوالۍ د هزاره قشلاق سيمې اوسېدونکي وو.
بايد وويل شي، چې يادو كسانو د مينانو له نړيوالې ورځې يا ولنټاين يوازې يوه ورځ وړاندې ځان وژنه كړې ده.
دوه اونۍ وړاندې هم په سرپل ولايت کې دوو ښځو د موږک ضد درملو په خوړلو سره خپل ژوند ته د پاى ټكى ايښى و.
د دوی د ځانوژنې علت بېوزلي ښودل شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ