221
۲۵ سلواغه ۱۳۹۶
لیکونکی: حضرت محمد روحاني

په هلمند كې د يوې خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه

د هلمند په ناوې ولسوالۍ كې يو تن له يو عراده موټر سايكل بم سره يو ځاى نيول شوى دى.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كس پرون ناوخته د ناوې ولسوالۍ په ژړ صاحب سيمه كې ونيول شو.

د سرچينې په وينا، نيول شوي كس غوښتل دغه موټر سايكل بم لښكرګاه ښار ته ولېږدوي او چاودنه وركړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادولو وړ ده، چې څو اونۍ وړاندې يو ځانمرګي بريد كوونكي په نادعلي ولسوالۍ كې ځان پوليسو ته تسليم كړى و.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *