213
۲۵ سلواغه ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

نن جرمني ته د درملنې لپاره نږدې ۱۰۰ افغان ماشومان لېږل کېږي

د افغانستان سرې مياشتې ټولنه نن نږدې ۱۰۰ ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.

د دې ټولنې مرستيال او سرپرست ميرويس اکرم تېره ورځ په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، د ۶۷ هلكانو او ۳۲ نجونو په ګډون ۹۹ له ۱۱ كلونو كم عمره هغه افغان ماشومان، چې سخت سوځېدلي يا د هډوکو ناروغي لري او په افغانستان کې يې د درملنې امکانات نه شته، د جرمني “د سولې كلي” په نوم ټولنې په مرسته دغه هېواد ته استول کېږي.

د اکرم په وينا، له ۳۰ کلونو راهيسې د يادې مرستندويه ټولنې په مرسته شاوخوا څلور زره افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دا ناروغ ماشومان کابو شپږ مياشتې يا تر دې ډېر وخت په جرمني کې تر درملنې لاندې نيول کېږي او د درملنې تر بشپړېدو وروسته بېرته هېواد ته راستنېږي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *