ads

په ننګرهار كې د يوه موټر بم بريد مخنيوى وشو

د ملي امنيت ځواكونو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د يوه موټر بم بريد مخنيوى كړى دى.

نویسنده: mayar
24 سلواغه 1396
په ننګرهار كې د يوه موټر بم بريد مخنيوى وشو

د ملي امنيت ځواكونو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د يوه موټر بم بريد مخنيوى كړى دى.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن د يوه خبري کنفرانس په مهال وويل، د ملي امنيت ځواکونو په روداتو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکوډک يو کرولا موټر، چې چاودنې ته چمتو شوى و، نيولى او چاودنه ورکړل شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه موټر بم بريد حقاني شبکې پلان کړى و او غوښتل يې لومړى د جلال اباد ښار پر يوې دولتي ادارې چاودنه او وروسته نښته وکړي.

د ننګرهار د والي وياند زياته كړه، په ياد موټر کې ۲۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي له يو شمېر نورو وسلو سره يو ځاى په ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوي وو.

د خوږياڼي په خبره، د ملي امنيت ځواکونو هڅې پيل کړي، چې په دې قضيه كې ښکېل کسان پيدا كړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د دولت يادې وسله والې مخالفې ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA