يو شمېر ننګرهار مېشتي مدني فعالان او ځوانان د برېښنايي تذكرو د ژر پيل غوښتنه کوي او وايي، که چېرته په روانه مياشت کې دغه لړۍ پيل نه شي، نو لاريونونه به پيل کړي.
دوى د يوه خبري کنفرانس په مهال پر جمهور رئيس غږ وکړ، د برېښنايي تذكرو په وېش کې دې ځنډ نه کوي او څومره چې ژر کېداى شي، دغه لړۍ دې پيل کړي.
د ننګرهار ولايت د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي وويل، چې په ځلونو يې د هېواد له يو شمېر سياسيونو سره په دې اړه ناستې کړي او اوس د وروستي ځل لپاره
د يوه خبري کنفرانس له لارې د برېښنايي تذكرو د وېش غوښتنه کوي.
بلخوا په ختيځ کې د افغانستان د يووالي بنسټ استازى نور احمد نوراني وايي، چې دوى په روانه مياشت کې د برېښنايي تذكرو د وېش غوښتنه کوي او هېڅ ډول بهانه ورته د منلو نه ده.
په ننګرهار کې مدني فعالان په داسې حال کې د برېښنايي تذكرو د ژر وېش غوښتنه کوي، چې د هېواد په کچه دغه ستره ملي مسئله د ملي شورا له لوري حل شوې او تمه وه، چې لومړى پيل يې هم جمهور رئيس له خپله ځانه وکړي، خو د نامعلوم علت له مخې دا لړۍ ځنډېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ