وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار پر شمالي ولسوالۍ نېش له څلورو خواوو بريد کړی دی.
د کندهار د امنيه قومندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال کلید ته وویل، چې د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه نهه بجې د نېش پر ولسوالۍ برید کړی او د برید سره هم مهاله هوایي ځواک په نېش کې د مېشتو ځواکونو مرسته کړې چې په دغو هوايي بريدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي دي او شل نور ټپيان دي.
د هلال په خبره، د هوايي برید پر مهال د وسلهوالو ګڼ موټرونه او موټرسایکلونه تخریب شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.
د کندهار د امنیتي چارواکو په خبره، سيمه اوس مهال په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په لاس کې ده او د تښتېدلو وسله والو د نيولو په هدف پلټونکي عمليات پيل شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ مرستيال ویاند همدا راز زیاته کړه چي تېره ورځ د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د وسلوالو له لوري د یوه ښخ کړل شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
هلال زياتوي، یاده پېښه تېره ورځ لس بجې د میوند ولسوالۍ د ګرمابک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله ددې پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.