د کورنيو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو غوښتل په فراه ولايت كې له چاودېدونكو توكو يو ډك موټر انتقال كړي، چې هدف ته له رسېدو وړاندې په خپله پر دوى چاودلى دى.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا پېښه پرون مازديګر په انار درې ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې په دې سراچه ډوله موټر كې سپاره څلور واړه طالبان وژل شوي او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د سرچينې په وينا، په موټر بم چاودنه كې د طالبانو ځينې جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت همدارنګه وايي، مخالفينو غوښتل د دغه موټر بم په وسيله خونړى ترهګريز بريد وكړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ