ads

د سالنگ لويه لاره د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار، چې د هېواد پايتخت له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له كبله تر ۱۵ ساعته تړل كېدو وروسته بېرته د ټرافيكو پر مخ پرانيستل شوه.

نویسنده: mayar
23 سلواغه 1396
د سالنگ لويه لاره د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار، چې د هېواد پايتخت له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له كبله تر ۱۵ ساعته تړل كېدو وروسته بېرته د ټرافيكو پر مخ پرانيستل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر ډګر جنرال محمد رجب كليد ته وويل، چې دا لاره تېره شپه اووه نيمې بجې تړل شوې وه او نن سهار لس نيمې بجې بېرته پرانيستل شوه.

نوموړي زياته كړه، له ټېلر موټرونو پرته نور ټول نقليه وسايط كولاى شي د سالنګ پر لويې لارې تګ راتګ وكړي.

د رجب په خبره، د لارې له تړل كېدو وروسته ۱۵ ځلې واوره ښويېدلې، خو چا ته يې زيان نه دى اړولى.

د يادونې وړ ده، چې په ژمي کې د سالنګ پر لويې لارې تګ راتګ له خطرونو سره تړلى وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA