په ننګرهار ولايت كې داعش وسله والو ته د وسلو درې لېږدوونكي نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال درې کسان نيولي، چې داعش وسله والو ته به يې وسلې لېږدولې.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې افغان ځواکونو نهه شكمن كسان هم نيولي دي.
خوږياڼي زياته كړه، نيول شوو درېيو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او نور تر پوښتنو لاندې دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند وايي، چې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ