په خوست کې د ماشومانو او نوو ځوانانو د دوولسو لوبډلو تر منځ د فوټبال لوبې ترسره کېږي. دغه لوبې هره جمعه، د خوست د فوټبال په ملي لوبغالي کې سهار پیلېږي او ماښام پای ته رسېږي.
په دې لوبو کې لوبېدونکې ماشومان او نوي ځوانان له لسو تر پنځلسو کلونو عمرونه لري.
د خوست د فوټبال فدراسيون مشر عبدالفتاح واکمن وایي، له دې لوبو يې هدف په خوست ولايت کې د فوټبال د لوبې دودول او د لوبغاړو پیاوړي کول دي.
د معلوماتو له مخې د ماشومانو او نوو ځوانانو د فوټبال لوبه کې وخت ۳۰ دقیقې وي او لوبغالی هم نیمايي ته راوړېږي.
له بل لوري د هوایي ډګر د فوټبال لوبې چې د څلورو لوبډلو له لوري پیل شوې وې، د نوراني لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ