د كابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيكي پېښې اته تنه ټپيان كړي دي.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا پېښه تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د قرغيو ولسوالۍ په سرخكانو سيمه كې د درېيو سراچه، كرولا او ټوډي موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
سرچينه زياتوي، په دې ټرافيكي پېښه كې د درې واړو موټرونو اته سپرلۍ ټپيانې شوې دي.
د سرچينې په خبره، ټپيان د سرخکانو په روغتيايي کلينيک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.
چارواکو د دغې پېښې د علت په اړه څه نه دي ويلي، خو د کابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيکي پېښې ډېر کله د موټرونو د ګړندي تګ او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ