د خوست ښاروالۍ د فوټبال لوبډله ننګرهار ته تللې او هلته يې له درونټې لوبډلې سره د سولې په نوم دوستانه سيالي ترسره کړه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې په ختيځ کې د فوټبال فدراسيون د رئيس خوشحال حضرتي له قوله راغلي، چې دا لوبه د صفر په مقابل كې په دوو ګولونو د خوست ښاروالۍ لوبډلې وګټله.
حضرتي وايي، ياده لوبډله به په ننګرهار کې درې ورځې وي او د دغو ورځو په جريان کې به سيالۍ هم ترسره کړي.
بلخوا د خوست ولايت د فوټبال فدراسيون رئيس عبدالفتحاح واکمن وويل، د سولې په نوم دا ډول لوبې به د ځينو نورو ولايتونو له لوبډلو سره هم وكړي.
د خوست د فوټبال لوبې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي د تېرې دوشنبې په ورځ د سياليو لپاره د كابل او ننګرهار په ګډون يو شمېر ولايتونو ته په سفر لاړل.
په دې ولايت کې د فوټبال لوبه تر نورو ورزشونو ګرمه او په غوړېدا روانه ده.