ads

امنيتي ځواكونو شينډنډ كې تصفيوي عمليات كړي

د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د ګډو امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو په مهال څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، په دغو عملياتو كې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو ګډون درلود.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 سلواغه 1396
امنيتي ځواكونو شينډنډ كې تصفيوي عمليات كړي

د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د ګډو امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو په مهال څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، په دغو عملياتو كې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو ګډون درلود.
نوموړى زياتوي، د وسله والو مخالفينو په ضد دا عمليات د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه كې ترسره شول.
د ولي زاده په خبره، د عملياتو په ترڅ كې درې طالبان وژل شوي او يو تن ټپي دى.
دى همدارنګه وايي، د جګړې په مهال امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
عزيز اباد د هرات د شينډنډ ولسوالۍ ناامنه سيمه بلل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA