ads

په هرات كې سږ كال د سلګونو كسانو له لوري د ځان وژنې هڅه شوې

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په دې ولايت کې د ځان وژنې د هڅې کچه راټيټه شوې، خو بيا هم روان کال ٤٧٠ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې، چې له كبله يې ٢٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
په هرات كې سږ كال د سلګونو كسانو له لوري د ځان وژنې هڅه شوې

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په دې ولايت کې د ځان وژنې د هڅې کچه راټيټه شوې، خو بيا هم روان کال ٤٧٠ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې، چې له كبله يې ٢٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د دې روغتون د وياند محمد رفيق شېرزي په وينا، د ٤٧٠ کسانو له ډلې ٧٠ فيصده يې ښځې او پاتې ٣٠ فيصده يې ځوانان او تنکي ځوانان تشکيلوي.

نوموړى له وخت وړاندې او اجباري ودونه، کورنى تاوتريخوالى، په بدو کې ورکړه، بې سوادي، بېوزلي، رواني ناروغۍ، په مينه کې ماتې خوړل او په نشه يي توکو روږدي کېدل هغه عمده دليلونه ښيي، چې له كبله يې ځينې کسان په ځانګړي ډول پېغلې نجونې په ورته کار لاس پورې کوي.

د شېرزي په خبره، د هرات په حوزوي روغتون كې تېر کال د ځان وژنې د هڅې ٧٠٠ پېښې ثبت شوې وې، چې له كبله يې ٢٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

په ٢٠١٥ کال کې د نړيوال روغتيايي سازمان د احصايې پر بنسټ، هر کال د نړۍ په کچه شاوخوا ٨٠٠ زره کسان ځان وژنه کوي، خو په افغانستان کې د ځان وژنې په اړه کره شمېر نه دى په ډاګه شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA