ads

په لغمان كې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره شول

په لغمان كې د افغان ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د يو قوماندان په ګډون څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې شكمن كسان نيول شوي دي.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
په لغمان كې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره شول

په لغمان كې د افغان ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د يو قوماندان په ګډون څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې شكمن كسان نيول شوي دي.

د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواك كليد ته وويل، چې دغه ځانګړي هوايي او ځمكني عمليات تېره شپه د مركز مهترلام په پنچ پاى سيمه كې د طالبانو پر يوه پټنځاى ترسره شوي دي.

ځواك زياته كړه، د عملياتو په مهال د حميدالله په نوم مشهور طالب قوماندان وژل شوى، درې نور طالبان سخت ټپيان شوي او درې شكمن كسان افغان ځانګړو ځواكونو ژوندي بېولي دي.

د لغمان د والي وياند وايي، دا مخالفه وسله واله ډله له وړاندې د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وه، چې تېره شپه پرې د تخنيکي او کشفي معلوماتو تر بشپړېدو وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA