ads

پاكستاني ځواكونو يو ځل بيا پر كونړ لسګونه توغندي توغولي

پاكستاني ځواكونو يو ځل بيا پر كونړ لسګونه توغندي توغولي دي.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
پاكستاني ځواكونو يو ځل بيا پر كونړ لسګونه توغندي توغولي

پاكستاني ځواكونو يو ځل بيا پر كونړ لسګونه توغندي توغولي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان نن کليد ته وويل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ډيورنډ فرضي كرښې له هاغاړې پر سرکاڼو، دانګام، شلتن او مرورې ولسواليو ۱۵۰ توغندي توغول شوي دي.

نوموړي زياته كړه، په دغو بريدونو كې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو پر مالي زيان سربېره يې يو شمېر خلک له خپلو سيمو کډې کولو ته هم اړ کړي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، پاکستان له دې کبله، چې له سياسي انزوا سره مخ دى، د افغانستان پر ختيځو سيمو خپلو توغندويي بريدونو ته دوام ورکوي.

د دغه وزارت د وياند دولت وزيري په خبره، د ملي اردو ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې د پولې له هاغاړې هر توغول شوي توغندي ته باالمثله ځواب وركړي.

دا په داسې حال كې ده، چې پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، پاکستان بايد د افغان حكومت اساسي غوښتنو ته پام وکړي او پوځيان دې يې د افغانستان پر خاورې له توغندويي بريدونو لاس واخلي.

له يو څه مودې وروسته پاکستاني ځواکونو د تېرې يكشنبې په شپه يو وار بيا پر کونړ ولايت نږدې ٢٠٠ توغندي وتوغول، چې له كبله يې د يوې كورنۍ څلور غړي ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA