د بشري حقونو د څار ډله وايي، له دمشق بهر د سوريې د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ويلي، د دمشق پر ختيځې سيمې غوطې د دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ نور ټپيان شوي دي.
غوطه د سوريې په جګړه کې د وسله والو وروستی مهم مرکز دی چې له ۲۰۱۳ کال راهيسې د حکومتي ځواکونو تر محاصره لاندې دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ