ads

د خوست د فوټبال لوبغاړي څلورو ولايتونو ته په سفر لاړل

د خوست د فوټبال لوبې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي د سياليو لپاره كابل، ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو په سفر لاړل.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1396
د خوست د فوټبال لوبغاړي څلورو ولايتونو ته په سفر لاړل

د خوست د فوټبال لوبې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي د سياليو لپاره كابل، ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو په سفر لاړل.

د خوست ښاروالي د کرکټ او فوټبال لوبډلې لري، چې د کرکټ هغه يې له وړاندې کونړ ته تللې او د فوټبال يې نن ورزشي سفر پيل کړ.

د ځايي فوټبال فدراسيون استازى عبدالفتاح واکمن وايي، په دې سره د لوبغاړو لوبيز مهارتونه لوړېږي.

په خوست کې د فوټبال لوبه تر نورو ورزشونو ګرمه او په غوړېدا روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA