ads

اسراييلو افريقايي کډوالو ته د بېرته تګ امر وکړ

اسراييلو اريترايي او سوډاني پناه غوښتونکو ته د بېرته تګ د پاڼو وېش پيل کړ.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1396
اسراييلو افريقايي کډوالو ته د بېرته تګ امر وکړ

اسراييلو اريترايي او سوډاني پناه غوښتونکو ته د بېرته تګ د پاڼو وېش پيل کړ.

د اسراييلي هارېټز ورځپاڼې د راپور له مخې، د يکشنبې په ورځ اسراييلو په دغه هېواد کې مېشتو افريقايي کډوالو ته د بېرته تګ د پاڼو ورکولو په لومړي پړاو کې هغو کډوالو ته دا ډول پاڼې ورکړې، چې له کورنيو پرته هلته اوسېږي.

د دغه حکم پر بنسټ، بايد هغه شل زره کسان، چې د دغه هېواد په توقيف خونو کې دي، په ۶۰ ورځو کې له اسراييلو ووځي، که نه ښايي زندانونو ته ولېږل شي.

د يادې ورځپاڼې په راپور كې ويل شوي، له کډوالو غوښتل شوي، چې رواندا يا هم د دوی اصلي هېوادونو ته لاړ شي.

اسراييلي چارواکو ويلي، د اوس لپاره د هغو کورنيو، چې ښځې او ماشومان لري، ځکه د ايستلو پرېکړه ځنډول شوې، چې ښايي په دې تړاو په راتلونکي کې تصميم بدل شي.

په تېره ډسمبر مياشت کې د اسراييلو پارلمان يو قانون تصويب کړ، چې له مخې يې حکومت ته واک ورکړ، ترڅو پناه غوښتونکي له دغه هېواده بهر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA