د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې يوه ښځه وژلې ده. د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي کليد ته وويل، چې درې ورځې وړاندې دغه ښځه د تيورې ولسوالۍ د يخن سفلا له سيمې د خپل خاوند له کوره د ورور په مرسته وسله والو طالبانو تښتولې وه.
نوموړي د دغه پېښې اصلي سبب کورنۍ ستونزې يادې کړې. نوموړي زياته کړه، دغه ښځې د شپې له لوري هغه مهال چې غوښتل يې له دغې ډلې وتښتي، د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې ده.
د غور د والي وياند وايي، دغه ښځه د تښتونکو له لوري زندۍ شوې ده.
د غور سيمه ييز چارواکي ټينګار کوي، چې د دغه پېښې په تړاو دوه تنه اسراييل او ملا عبدالظاهر خاکسار له يو ميل وسلې، يوه لاسي بم او څو مخابرو سره نيول شوي دي.
غور د هغو ولايتونو له ډلې دی چې پکې د ښځو پر وړاندې سخت تاوتريخوالي ثبت شوي دي او حتی يو شمېر ښځې په دغه ولايت کې د وسله والو ډلو له لوري په صحرايي ډول محکمه شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ