ads

په نادعلي کې امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی

د هلمند امنيتي چارواکي په نادعلي ولسوالۍ کې د اووه كيلو مټره پرمختګ خبر وركوي.

نویسنده: mayar
14 سلواغه 1396
په نادعلي کې امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی

د هلمند امنيتي چارواکي په نادعلي ولسوالۍ کې د اووه كيلو مټره پرمختګ خبر وركوي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې چې كوم عمليات د افغان ګډو ځواکونو له لوري د نادعلي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې پيل شوي، په مهال يې امنيتي ځواکونو اووه كيلو مټره سيمه د مخالفينو له شتونه پاكه كړې ده.

نوموړي زياته كړه، د عملياتو په ترڅ كې د مشهور قوماندان شاه محمود په ګډون درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

افغان وايي، په يادو عملياتو كې د امنيتي ځواکونو د انجنيري ټيم لخوا ۲۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه هم كشف او له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA