ads

ملګري ملتونه: د سعودي په مشرۍ ايتلاف په يمن کې ۶۸ ماشومان وژلي

د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف چې په يمن کې حوثي وسله وال په نښه کوي، په لسګونو ماشومان له تېر اوړي راهيسې وژلي دي.

نویسنده: mayar
14 سلواغه 1396
ملګري ملتونه: د سعودي په مشرۍ ايتلاف په يمن کې ۶۸ ماشومان وژلي

د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف چې په يمن کې حوثي وسله وال په نښه کوي، په لسګونو ماشومان له تېر اوړي راهيسې وژلي دي.

الجزيرې ټلويزيون د هغه پټ راپور ځينې جزيات ترلاسه کړي چې په يمن کې د ماشومانو او وسله والو ډلو په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سازمان امنیت شورا ته د جنوري میاشتې په ۱۹مه نېټه لېږل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د سعودي په مشرۍ ايتلاف په يمن کې د تېر میلادي کال له جولای تر سپټمبر مياشتې پورې ۶۸ ماشومان وژلي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي.

دغه رپوټ موندلې چې هره ورځ د سعودي په مشرۍ ایتلاف له لوري ۲۰ بريدونه ترسره شوي او په ځينو کې په مستقيم ډول ښوونځي او کورونه په نښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA