ads

په يمن کې جنوبي بېلتون غوښتونکو د عدن ښار يو ستره پوځي اډه ونيوله

د يمن جنوبي بېلتون غوښتونکو، چې متحده عربي امارات يې ملاتړ کوي، په عدن ښار کې يوه ستره پوځي اډه د اماراتو د جېټ الوتکو په مرسته ونيوله.

نویسنده: mayar
11 سلواغه 1396
په يمن کې جنوبي بېلتون غوښتونکو د عدن ښار يو ستره پوځي اډه ونيوله

د يمن جنوبي بېلتون غوښتونکو، چې متحده عربي امارات يې ملاتړ کوي، په عدن ښار کې يوه ستره پوځي اډه د اماراتو د جېټ الوتکو په مرسته ونيوله.

يوه لوړپوړي يمني چارواکي الجزيره ټلويزيون ته ويلي، د جنوب د مقاومت پوځ، چې د جنوبي انتقالي شورا وسله واله ډله ده، د سې شنبې په ورځ د عدن يو ستر پوځي مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوست، په داسې حال كې، چې هلته د ايتلاف د غړو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له لوري څو ساعته مخکې اوربند هم رامنځته شوی و.

د يمني حکومت يوه چارواکي مختار الرهبي پر خپلې ټوېټر پاڼې وليکل: ((د هغه عربي ايتلاف يوه الوتکه، چې د يمن حکومت ته مشروعيت ورکوي، راغله او د څلورمې لېوا يو پوځي مرکز يې بمبار کړ، څومره شرم.))

په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي، چې له دغه پوځي مرکزه تورې لوخړې پورته کېدې.

دا مرکز د عدن په دار سعد ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د څلورمې لېوا د پوځي مركز نيول د بېلتون غوښتونکو لپاره په دغه جګړه کې، چې د يکشنبې په ورځ پيل شوه، ستر بری بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA