افغان ځواكونو په غزني ولايت كې د هوايي بريد په ترڅ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا هوايي بريد تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په باتا سيمه كې ترسره شوى دى.
سرچينې زياته كړې، طالبان د تروريستي بريدونو د پلانولو لپاره راټول شوي وو، چې د افغان ځواكونو له لوري په نښه شول.
د كورنيو چارو وزارت په وينا، په دغه هوايي بريد كې د ځينو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.
سرچينه وايي، په بريد كې د مخالفينو درې عرادې موټرونه، يو ميل دهشكه، يو ميل زيكويك او يو شمېر نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ