د سالنګ لويه لاره له ۲۴ ساعتونو تړل كېدو وروسته نن سهار اووه بجې بېرته د ټرافيكو پر مخ پرانيستل شوه.
دغه لاره د درنې واورې ورېدنې او سخت طوفان له كبله تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر ډګر جنرال محمد رجب كليد ته وويل، چې هلته نن سهار شاوخوا درې بجې واوره ودرېده او په شمالي سالنګ كې سخت طوفان هم كرار شو.
نوموړي زياته كړه، په سالنګونو كې د هوا حالت په ښه كېدو دى او د لارې پاكولو عمليات دوام لري.
د رجب په وينا، له لويو بار وړونكو موټرونو پرته نور ټول نقليه وسايط پر دې لاره تګ راتګ كولاى شي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هر كال د واورې ورېدنې له كبله څو وارې تړل كېږي او ځينې وخت په كې خلكو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ