ads

د پاکستان په مشخصو سيمو کې ځانمرګي بريدګر روزل کېږي

د افغانستان د ملي امنيت رييس وايي، د پاکستان په مشخصو سيمو کې ځانمرګي بريدګر روزل کېږي او ښکاره سرايونه لري.

نویسنده: mayar
8 سلواغه 1396
د پاکستان په مشخصو سيمو کې ځانمرګي بريدګر روزل کېږي

د افغانستان د ملي امنيت رييس وايي، د پاکستان په مشخصو سيمو کې ځانمرګي بريدګر روزل کېږي او ښکاره سرايونه لري.

د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي چې د پروني بريد په تړاو يې نن په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار وکړ، د پاکستان په شنبه باغچه، رحمان کهول، کشلاق، پېښور او سپين ټل سيمو کې په ښکاره ډول ځانمرګي بريدګر روزل کېږي او افغانستان ته را استول کېږي.

ستانکزي ټينګار کوي چې تر هر بريد مخکې د افغانستان ملي امنيت بشپړ راپور ترلاسه کوي خو دا چې هر ځل په بريد کې نوی تکتيک کارول کېږي مخنيوي يې ستونزمن کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت رييس وايي تر هغې چې پاکستان په سيمه کې د ترهګرۍ د خپرولو څخه لاس وانه خلي تر هغې په سيمه کې د امنيت ټينګښت شونی نه دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA