د کندهار ښار په عينو مېنه کې ځانمرګي بريد يو شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د عينو مېنې په سيتا چوک کې، چې د جمعې په ورځ په كې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي، تېر ماښام د پوليسو پر يوه موټر ځانمرګى بريد شوى دى.
په پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.
د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت له رسنيو سره په خبرو کې په بريد کې د يوه پوليس وژل كېدل او د څلورو ملکي وګړو ټپي کېدل تاييد کړل.
خو د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د پېښې له ځايه دوه مړي او ۱۳ ټپيان وروړل شوي دي.
غوښتل مو، چې په دې اړه د کندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند نظر هم واخلو، خو له زياتو هڅو سره سره بيا هم ونه توانېدو.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د اسامه هلمندي په نوم ملګري يې امنيتي ځواكونه په نښه كړي او د درېيو قوماندانانو په ګډون يې ۱۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.