ads

پکتیکا كې د پاکو اوبو رسونې دوه شبكې جوړېږي

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسونې د دووشبکو د جوړېدو چارې پیل شوې او ترڅنګ یې په مټاخان ولسوالۍ کې د یوسلو شل متره په اوږدوالي یو استينادي دېوال هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 سلواغه 1396
پکتیکا كې د پاکو اوبو رسونې دوه شبكې جوړېږي

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسونې د دووشبکو د جوړېدو چارې پیل شوې او ترڅنګ یې په مټاخان ولسوالۍ کې د یوسلو شل متره په اوږدوالي یو استينادي دېوال هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پاکو اوبو رسونې دغه دوه شبکې، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري یې کارونه پیل شوي وو، یوه یې د پکتیکا پوهنتون د شپه غالي او بله یې د مټاخان ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې جوړېږي، چې زرګونه زده کوونکي او هټیوال به له دغو پاکو اوبو استفاده کوي.
د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس نجیب الله جاهد وویل، دغه استينادي دېوال په مټاخان ولسوالۍ کې جوړ شوی، چې یوسلو شل متره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره یې د خلکو زیاتې کرنیزې ځمکې د سېل له وړلو ژغورل شوې دي.
د هغه په وينا،‪ ‬ د پکتیکا په پوهنتون او د مټاخان ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې يې چې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړېدو چارې پیل کړي، په دې سره به د یادو دواړو ادارو او ورسره په څنګ کې د نورو خلکو د پاکو اوبو د نه شتون ستونزه هواره شي.
جاهد زياته كړه، د دې درې واړو پروژو ټولیز لګښت څه باندې یوولس میلیونه افغانۍ دی، چې د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزارت له پراختیايي بوديجې ورکړل شوی.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت هم د یادو پروژو د بنسټ ډبرې د ايښودو او ‌پرانيستې په مهال وویل، چې د دغو شبکو په جوړېدو سره به د پکتیکا د پوهنتون او د مټاخان د مرکزي لېسې د زرګونو زده کوونکو د پاکو اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
د نوموړي په خبره، د استينادي دېوال په جوړېدو سره به هم د مټاخان ولسوالۍ د خلکو زیاتې کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو وساتل شي.
د حمدالله په نوم د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي د یاد استينادي دېوال او د پاکو اوبو د شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې پخوا دې ولسوالۍ ته کار نه دی شوی، اوس یو څه کارونه شوي، خو له دولت نه هیله کوي، چې مټاخان ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ هم د پکتیکا په مرکز ښرنه کې درې بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA