په قبايلي سيمې اورکزو اېجنسۍ کې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د حقاني شبكې يو قوماندان وژلى دى.
ځايي چارواكي وايي، چې دغه هوايي بريد نن سهار وخته د سپين ټل په ډپه ماموزۍ سيمه کې شوى دی.
د پاکستاني رسنيو په راپورونو كې ويل شوي، امريكايي بې پيلوټه الوتکې د حقاني شبكې پر يوه مرکز بريد کړى، چې په ترڅ كې يې د يو قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي او دغه مركز هم ويجاړ شوى دى.
امنيتي سرچينو د وژل شوي قوماندان نوم احسان ښودلى دى.
د امريکا بې پيلوټه الوتکې په داسې حال کې پر حقاني ډلې بريد کړى، چې افغان حکومت د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل د ډله ييز بريد مسووليت پر دې ډلې وراچولى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ