ads

کامه کې يو ستر سربند جوړ شو

د ننګرهار په كامې ولسوالۍ كې د يو ميليون او ۲۰۰ زره امريكايي ډالرو په لګښت يو ستر سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 سلواغه 1396
کامه کې يو ستر سربند جوړ شو

د ننګرهار په كامې ولسوالۍ كې د يو ميليون او ۲۰۰ زره امريكايي ډالرو په لګښت يو ستر سربند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا سربند د کامې ولسوالۍ پله ته څېرمه په سربند سيمه کې د جايکا او PMS مرستندويه ادارو په مالي مرسته جوړ شوى دى.
سرچينه وايي، ياد سربند، چې په لس جريبه ځمکه کې د دوو کلونو په موده کې جوړ شوى، د ۳۵ زره جريبه ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري او شاوخوا ۵۵ لوى کلي به يې هم له اوبو برخمن شي.
کامه د ننګرهار له امن ولسواليو شمېرل کېږي، چې تر ډېره په کې د بيارغونې پروژې پلې كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA