ads

پکتیکا كې ۳۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فني او حرفوي زده کړو له څانګې نه له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته د ۱۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰۰ کسان فارغ شول.
یادو کسانو ته په اوو بېلابېلو حرفو کې زده کړې ورکړل شوي، چې تېره ورځ ورته د فراغت تصدیقونه او د کاروسایل هم ورکړل شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 سلواغه 1396
پکتیکا كې ۳۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فني او حرفوي زده کړو له څانګې نه له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته د ۱۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰۰ کسان فارغ شول.
یادو کسانو ته په اوو بېلابېلو حرفو کې زده کړې ورکړل شوي، چې تېره ورځ ورته د فراغت تصدیقونه او د کاروسایل هم ورکړل شول.
د پکتیکا د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس غلام الرحمن همدرد وایي، دغه ټول کسان کولای شي، چې د خپل ترلاسه شوي کسب له لارې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي او په خپل ځان بسیا شي.
د خیاطي له حرفې څخه فارغه شوې کبرا وایيو چې دوی اوس کولای شي په ترلاسه شوي کسب سره د خپلي کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې تر یو بریده پوره کړي او هم به وکولای شي دا کسب نورو اړو مېرمنو ته هم ور زده کړي.
د فلزکارۍ حرفې څخه فارغ شوی محمد قسیم وایي، چې د زده کړو په جریان کې استادانو ورسره ډېره مرسته کړې او په خبره یې، اوس دوی د یو ښه او مسلکي کسبګر په توګه کولای شي ځانته یو دوکان پرانیزي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت فارغ شوو کسانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ له دوی څخه غوښتنه وکړه، چې له کسب سره سره دې، تعلیم هم وکړي او په دې کار سره به وکولای شي خپلې ورځنۍ چارې سمې پرمخ یوسي او د خپل ژوند د سمون لپاره کار ترې واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA