ads

په خوست کې د منګلو او مقبلو شخړه حل شوه

په خوست كې د منګلو او مقبلو خېلونو د لسیزو اوږده شخړه پرون پای ته ورسېده.
نږدې څلور لسیزې د دې خېلونو ترمنځ د څړځایونو او غرنۍ سیمو د ملکیت پر سر لانجه کې په وقفه يي بڼه شخړې کېدې، چې ورستۍ لسیزه کې یې همدا شخړې له مرګ ژوبلې سره ملې وې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 سلواغه 1396
په خوست کې د منګلو او مقبلو شخړه حل شوه

په خوست كې د منګلو او مقبلو خېلونو د لسیزو اوږده شخړه پرون پای ته ورسېده.
نږدې څلور لسیزې د دې خېلونو ترمنځ د څړځایونو او غرنۍ سیمو د ملکیت پر سر لانجه کې په وقفه يي بڼه شخړې کېدې، چې ورستۍ لسیزه کې یې همدا شخړې له مرګ ژوبلې سره ملې وې.
څو میاشتې وړاندې د ستونزې د څېړنې او حل په هدف ارګ یو پلاوی راولېږه، چې د دواړو خېلونو ترمنځ یې اوربند وکړ او پرون یې د جنوب ختیځ زون د جرګې غړو د حل وروستۍ پرېکړه واوروله.
دواړه لوري له پرېکړې خوښي ښيي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، په هېواد کې قومي شخړو ته وسله والې ډلې لمن وهي.
د ده په خبره، ځینې داخلي سیاسيون هم د داسې شخړو سبب کېږي او په دې سره پر شته نظام فشارونه راوړي.
د داسې سترو پرېکړو په اړه یوه اندېښنه دا ښودل کېږي، چې ښکېل اړخونه ترې سرغړونې کوي.
خو د جنوب ختیځ زون د شخړو د هواري جرګې غړي وايي، دولتي او نظامي برخې یې د پرېکړو ملاتړې دي او خپلې پرېکړې پر ښکېلو خواوو مني.
تر دې دمه د شخړې دواړو اړخونو ته تر اویا تنو پورې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ورته مهال قومي مشران پر دې ټینګار کوي، چې شخړې او لانجې دې د ټوپک په خوله نه، بلکې په خبرو حل کړاى شي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په خوست کې د ځمکو او څړځایونو د ملکیت پر سر له پنځلسو زیاتې لانجې روانې دي، چې ډېر کله وسلې هم په کې کارېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA