په هلمند کې يو تن ځانمرګي بريد كوونكي ځان پوليسو ته تسليم كړى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې په نادعلي ولسوالۍ كې يو تن د وسله والو طالبانو لخوا ځانمرګي بريد ته اړ ايستل شوى و، خو هغه ځان ته چاودنه ورنه كړه او پوليسو ته تسليم شو.
نوموړي زياته كړه، دغه ځانمرګى بريد كوونكى د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مديريت ته لېږدول شوى او څېړنې ترې روانې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په هلمند کې لومړى ځل دى، چې يو ځانمرګى بريد كوونكى ځان پوليسو ته تسليموي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ