ads

پاكستان ته د افغانستان د اسناد نه لرونكو تازه مېوو د لېږد مخنيوى شوی

د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، يوه اونۍ كېږي، چې د پاكستان دولت خپلې خاورې ته د افغانستان له تازه مېوو ډكو موټرونو ته د داخلېدو اجازه نه وركوي.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1396
پاكستان ته د افغانستان د اسناد نه لرونكو تازه مېوو د لېږد مخنيوى شوی

د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، يوه اونۍ كېږي، چې د پاكستان دولت خپلې خاورې ته د افغانستان له تازه مېوو ډكو موټرونو ته د داخلېدو اجازه نه وركوي.
د دې خونې د عامه اړيكو مسوول صيام الدين پسرلي كليد ته وويل، پاكستان د هغو بدلونونو له مخې، چې په دې وروستيو كې يې په خپلو ګمركي قوانينو كې راوستي، هغه سوداګريز مالونه، چې د سوداګرۍ په نړيوالو معيارونو برابر نه وي، خپلې خاورې ته نه پرېږدي.
د هغه په وينا، د افغانستان ۸۰ کانټينره تازه مېوه د لازمو اسنادو نه لرلو له كبله له تورخمه بېرته جلال اباد ته راستنه كړاى شوه.
پسرلى وايي، دا ستونزه يې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره شريكه كړې، ترڅو له ډيپلوماټيكې لارې يې حل كړي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامه اړيكو مسوول زياتوي، د تازه مېوو د صادراتو لپاره اړتيا ده، چې څلور ډوله سرټيفيكېټونه ورته جوړ كړاى شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان دولت د سوداګرۍ له نړيوالو معيارونو او سرټيفيكېټونو پرته خپلې خاورې ته د پاكستاني سوداګريزو مالونو د داخلېدو اجازه وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA