ads

واشنګټن له استانبول وغوښتل څو خپل عمليات تر عفرين سيمې محدود کړي

د امريکې متحده ایالاتو له ترکيې غوښتنه وکړه چې د سوريې په عفرين سيمه کې د سوري کردي ډلې پر ضد له نور پرمختګ ډډه وکړي.
امريکا د سوريې کرد وسله وال په سوريه کې تر ټولو نېږدي ملګري ګڼي.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1396
واشنګټن له استانبول وغوښتل څو خپل عمليات تر عفرين سيمې محدود کړي

د امريکې متحده ایالاتو له ترکيې غوښتنه وکړه چې د سوريې په عفرين سيمه کې د سوري کردي ډلې پر ضد له نور پرمختګ ډډه وکړي.
امريکا د سوريې کرد وسله وال په سوريه کې تر ټولو نېږدي ملګري ګڼي. امريکا له دغو وسله‌والو په سوریه کې د داعش پر ضد د ځمکني پوځ په توګه کار اخلي. د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د يکشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له خپلي ترکي او روسي سيالانو سره په ټلېفوني خبرو کې د سوريې په شمال کې د روان تاوتريخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
نوموړې وویل: ((موږ له ترکيې غواړو چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي او عمليات يې یوازې تر عفرين سيمه محدود پاتې شي څو د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیول شي.))
د الجزيرې د راپور له مخې د امريکې د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال داسې څرګندونې کوي چې ترکيې اعلان وکړ، ځمکي ځواکونه يې د سوريې شمال ته دننه شوي دي.
ترکيه په سوريه کې د کردي وسله والو دغه ډله چې امريکا يې ملاتړ کوي ترهګره ډله ګڼي، ترکيه تور لګوي چې دغه ډله له (پی کي کي) سره اړيکه لري. هغه ډله چې ترکيه يې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA