ads

پکتیکا کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د یو ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت درې بېلا بېلې پرژوې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 سلواغه 1396
پکتیکا کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د یو ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت درې بېلا بېلې پرژوې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې درې بېلا بېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او تر څنګ یې د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې، چې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت به د یو کال په اوږدو کې بشپړه شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یادو درېیو پروژو د پرانستې پرمهال وویل چې په دغو درېیو پروژو کې سربندونه او استنادي دیوالونه شامل دي او په ټولیز ډول شاوخوا اووه سوه او شل متره اوږدوالی لري او چارې یې د یو کال په اوږدو کې بشپړې شوې چې اوس ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

وحدت زياته کړه چې د تېر یوه کال په اوږدو کې ګڼ شمېر وړې او لویې پروژې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
وحدت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارواکو او کلیوالي شوراګانو مننه وکړه چې د پروژو چارې یې په لوړ او سم کیفیت ترسره کړې دي.

د پرانيستې په دې مراسمو کې د ولایتي شورا رئیس بختیار ګل همت وویل چې په پکتیکا کې امن دی او په ټولو ولسوالیو کې دې ته زمینه برابره ده چې د بیا رغونې او پرمختګ کارونه ترسره شي.
همت وایي که څه هم په پکتیکا کې یو شمېر کارونه شوي، خو ترڅنګ یې غوښتنه کوي چې پکتیکا ته دې نوره پاملرنه هم زیاته شي.

د پکتيکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس انجنیر نجیب الله جاهد هم د دې پروژو د پرانيستې پرمهال وویل چې د یادو پروژو چارې ځکه په سم او لوړ کیفیت ترسره شوې چې چارې یې خپله د ولسونو له لوري سر ته رسيدلې دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کلیو د بيا رغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون د پروګرام له مخې د بیارغونې ډېر شمېر پروژې د ولسي خلکو له لوري په خپله د ولسي شوراګانو له لوري سرته رسېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA