ads

ننګرهار كې پنځه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په ننګرهار كې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په ۲۲ ميليونه افغانيو مالي لګښت پنځه بېلابېلې پروژې له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پروژې په بهسودو ولسوالۍ كې بشپړې شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 سلواغه 1396
ننګرهار كې پنځه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په ننګرهار كې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په ۲۲ ميليونه افغانيو مالي لګښت پنځه بېلابېلې پروژې له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پروژې په بهسودو ولسوالۍ كې بشپړې شوې.
سرچينه وايي، په دې پروژو کې د غنمو د لسو ګودامونو ترميم، د همدې ګودامونو د احاطې دېوال جوړول، د سل ميټريک ټنه په ظرفيت د ډيجيټل ترازو نصبول، د ترازو د کار کوونکو لپاره کاري خونه جوړول او په يادو ګودامونو کې د دوه خونو لرونکي اداري بلاک جوړول شامل دي.
د ننګرهار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړي، چې په روان مالي کال کې د دغه ولايت په ګڼو ولسواليو کې نورې ورته پروژې هم پلې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA