د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د مرکز ګردېز ښار اړوند د دوهمې امنيتي حوزې مخې ته چاودنې دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم کليد ته وويل، پېښه په موټر پورې د نښلول شوي ماين له كبله رامنځته شوې، چې د موټر چلوونکى په کې وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي دى.
هغه زياته كړه، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ